د پاکستان له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه افغان کډوال خوشې شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۷

په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د دوی په هڅو ۱۱ افغان کډوال راخوشې شوي.

هغه وايي، د خوشې شویو ۱۱ زندانېانو په ډله کې یوه ښځه او اوه ماشومان شامل دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري وړمه ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د دوی په هڅو ۱۱ افغان کډوال راخوشې شوي، چې په ډله کې یوه ښځه اوه ماشومان او درې سړي دي.

د سند ایالت په لوی ښار کراچۍ کې د طالبانو حکومت سرکونسل د معلوماتو له مخې یواځې د پاکستان سند ایالت له زندانونو تر دې دمه څلور زره او ۲۵۸ افغان بندیان خوشي شوي دي.

‏د عبدالجبار تخاري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې دا مهال یواځې د ۳۵ شاوخوا افغان زندانېان د سند په زندانونو کې پاتې دي.

‏د یادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې کابل ته د ایران راغلي پلاوي کابل کې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به په نږدې وختونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان کابل ته ولېږدول شي او د بند پاتې موده به یې افغانستان کې بشپړه شي.

نور خبرونه

رادیو