طالبان: تر ۱۵۰ ډېرې کورنۍ له دوو ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۶

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۱۶۹ کورنۍ له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستنې شوې.

دغه اژانس پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ‏تېره ورځ د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې د تورخم له لارې ۳۸، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۶ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۶۳ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس په خپلې لیکنه کې زیاته کړې ده، چې د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۱۷ کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته لېږدول شوې او پر لسګونو نورو کورنيو مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له مخې، په تېر یو کال کې نږدې ۷۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه او ۶۲۱ زره کډوال له ایران څخه بېرته افغانستان ستانه شوي دي.
خو ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۷۸۶ زره ۷۶۹ افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.
ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د روان ۲۰۲۴ کال د (اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې) له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.
د لړم په ۲۲مه بیا ایراني رسنیو ویلي و، چې د روان کال له پيله تر دې دمه ٢٣زره او ١٥٦ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو