د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ولسمشر شوکت میرضیایف په مشرۍ لېبرال ډیموکراټ ګوند په پارلماني ټاکنو کې مخکښ دی.
دغه ګوند په ۴۲،۷ سلنه رایو د پارلمان له ۱۵۰ څوکیو څخه ۶۴ څوکۍ ګټلې دي.
د ازبکستان د ټاکنو د مرکزي کمېسیون د راپور له مخې، د ملي احیا ډیموکراتیک ګوند ۲۹ څوکۍ، عدالت سوسیال ډیموکرات ګوند ۲۱ څوکۍ، خلق دیموکراتیک ګوند ۲۰ څوکۍ او د چاپیریال ساتنې ګوند ۱۶ څوکۍ ګټلې دي.
د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون مشر زین الدین نظام خاجیوف ویلي، چې په دغه هېواد کې ټولټال ۱۹ میلیونه او ۹۴۴ زره رایه ورکوونکي ثبت شوي او په ټاکنو کې د ګډون کچه ۷۴،۷۲ سلنه ده.
د ازبکستان وګړي د یکشنبې په ورځ د لړم پر شپږمه په پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د رای اچونې مرکزونو ته لاړل، خو د اپوزیسیون ګوندونو په نشتوالي کې داسې ښکاري چې ولسمشر شوکت میرضیایف ته وفادار پارلمان جوړ شي.
په ازبکستان کې چې ۳۷ میلیونه نفوس لري، سیاسي واک د شوکت میرضیایف په لاس کې دی او پارلمان ډېر کم د هغه د کابینې د قوانینو له تصویب سره مخالفت کوي.
په ۲۰۲۳ کال کې د تعدیل شوي اساسي قانون له مخې، د ۱۵۰ استازو نیمایي به د رایه اچونې او سیاسي ګوندونو له لارې وټاکل شي. ۷۵ نور استازي به چې هیڅ یو یې د شوکت میرضیایف مخالف نه دی، په انفرادي توګه وټاکل شي.
شوکت میرضیایف له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دغه هېواد مشري پرغاړه لري او د اقتصادي اصلاحاتو په پليتابه او پر سیاسي او د رسنیو پر ازادۍ د پخوانیو محدودیتونو په کمولو سره یې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی.