د انصارالله وسله والې ډلې د تاجکستان حکومت ته په «شرعي مسلو د بندیز» له امله ګواښ کړی

۳ ورځې مخکې

د انصارالله وسله والې ډلې د تاجکستان حکومت ته د یوه ویډیویي پیغام له لارې په «شرعي مسلو د بندیز» له امله د بریدونو ګواښ کړی.
تېره ورځ د تاجکستان او افغانستان پر پوله وسله والو پر چینایي کارګرو برید کړی و، چې یو چینایي وګړی یې وژلی و.

د انصارالله وسله والې ډلې د تاجکستان حکومت ته د یوه تازه ویډیویي پیغام له لارې په «شرعي مسلو د بندیز» له امله د بریدونو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې د دغه هیواد حکومت په دې وروستیو کې د «حجاب» په ګډون پر یو شمېر «شرعي مسلو بندیز لګولی نو دوی به یې په وړاندې کرار نه کیني او بریدونه به پرې وکړي.»
‏د (جماعت انصارالله تاجکستان) وسله والې ډلې کسان چې مخکې یې اصلي ټاټوبی په سوریه کې و او اوس د افغانستان په شمال ختیځ په ځانګړې توګه په بدخشان کې مېشت شوي، په خواله رسنۍ ټیلیګرام کې یوه نوې ویډیو خپره کړې چې په تاجکستان کې د «حجاب او نورو دیني مسلو د بندیز» په هکله یې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ته د نويو بریدونو ګواښ کړی.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان څه موده وړاندې له اسلامي احکامو سره د مبارزې لپاره عملي او سمبولیک ګامونه پورته کړل، د اسلامپالو له نیولو، ځپلو، زنداني کولو بیا د ښځو د حجاب لرې کولو او په ځوانانو د ږیرو تر خریلو پورې کړنې یې ترسره کړې.
د انصارالله ډلې دوو جنګیالیو په دغې ویډیو کې د تاجکستان ولسمشر ته ویلي، چې «د ملا عمر په څېر چې امریکا یې په افغانستان کې په ګونډو کړه او مجاهدینو یې افغانستان فتح کړ، دا ډول به موږ تاجکستان فتح کوو.»
د تاجکستان حکومت لا تر اوسه پورې د انصارالله دغه تازه ګواښ ته غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې په تاجکستان کې له اتلس کلونو کم عمره هلکان او نجونې په جوماتونو کې د لمانځه له ادا کولو منعه شوي وو او په کورونو کې ډله ییزې مذهبي زده کړې هم بندې شوې وې.
تېره ورځ د تاجکستان په خاوره کې پر چینايي وګړو برید کولی شي، چې د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د ترهګرو ډلو د اغېز په اړه اندېښنې راپورته کړي.
تاجکستان تردې وړاندې په ځلونو د افغانستان پر پولو کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له شانګهای سازمان او د ټولییز امنیت تړون له غړو هیوادونو یې غوښتي، چې پر دې پوله کې امنیتي تابیاوې پیاوړې کړي.
د تاجکستان لپاره دا مهال تر ټولو جدي ګواښ د انصارالله ډله ده، چې د افغانستان په شمال ختیځ په ځانګړې توګه په بدخشان کې مېشته ده، دغه ډله چې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري او د هغوی تر چتر لاندې په افغانستان کې فعاله ده، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان له کلکو مخالفانو څخه شمېرل کېږي.

نور خبرونه

رادیو