د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې ځايی سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ د ناڅرګندو وسله والو له خوا تښتول شوي ۷ تنه پاکستاني پولیس په مشروط ډول د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي شوي دي.
سرچینې وايي، خوشي شويو پولیسو ژمنه کړې چې تر خلاصون وروسته به خپلې دندې پرېږدي.
په بنو کې ځايي سرچینو نن «د لړم۲۹مه» وویل چې د بنو له روچه پوستې څخه تښتول شوي پولیس نن سه شنبه د وسله والو له خوا خوشي شوي دي.
د بنو پولیسو د ۷ تنو خوشي شویو پولیسو انځورونه هم خپاره کړي دي.
یو ځايي قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د خبرو پرمهال د وسله والو طالبانو شرایط دا وو، چې پولیسو ته به خپلې وسلې بېرته نه ور کوي او بیا ځلي به خپلو دندو ته نه ګرځي.
که څه هم تر دې دمه پاکستاني طالبانو ددې پولیسو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو ځايي سرچینې وايي، پولیس د حافظ ګل بهادر ډلې له خوا تښتول شوي وو.
تېره ورځ پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله خبر ورکړی و، چې نامعلومو وسله والو د خيبر پښتونخوا په بنو کې اووه پوليس تر نیولو وروسته تښتولي دي.
د بنو امنیه قوماندان جيونيوز ته ويلي، چې وسله والو د بنو روچه پوسته نيولې او وروسته یې دغه پوليس له ځان سره بیولي دي.
په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول پر پولیسو فشارونه زیات کړي چې خپلې دندې پرېږدي.