ځايي سرچینې: د بنو جانیخیلو کې د ولسي خلکو پر موتر د وسله والو په ډزو کې څلور تنه وژل شوي

۳ ورځې مخکې

باوري سرچینې وايي، چې د خیبرپښتونخوا بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ولسي خلکو پر موټر د وسله والو په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان دي.
ویل کیږي برید د یوه ځايي قومي مشر پر موتر شوی دی.

له خیبرپښتوخوا بنو څخه باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن سې شنبه د (لړم ۲۹مه) ویلي، چې د بنو ولسوالۍ په جانیخیلو سیمه کې د ځايي قومي مشر ملک شودي‌خیل پر موټر د وسله والو په ډزو کې د دغه ملک په ګډون څلور تنه وژل شوي او څلور تپیان دي.

په وژل شويو کې ملک شودي‌خیل، یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه، دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.
دغه برید نن سهار وختي پر هغه موټر شوی له کلي څخه د بازار په لور روان و.
ځايي پولیس وايي، چې د دغه برید په اړه نه پوهیږي چې ولې پر ولسي خلکو ډزې شوې خو وايي په سیمه کې په وسله والو پسې د لټون عملیات روان دي.
وسله والو ډلو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ او تي ټي پي تر منځ وخت ناوخت وسله والې نښتې کیږي.
پر ولسي خلکو د وسله والو له لوري د بنو په جانیخیلو سیمه کې دغه برید داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ په تپې کلي کې د شپې مهال پر څو کورونو یوې نامعلومې زورورې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل او تر ۱۵ یې زیات ټپیان کړي وو.

تېره ورځ په همدې بنو کې وسله والو اوه پولیس ژ،ندي تښتولي وو او لا یې هم لوری نه دی معلوم.

نور خبرونه

رادیو