په پاکستان کې د پولیو تازه یوه مثبته پېښه ثبت شوه، چې له دې سره په دغه هېواد کې روان کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۰ ته لوړ شو.
دغه وروستۍ پېښه د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې څخه راپور شوې ده.
دا په روان کال کې په ټانک کې د پولیو دویمه پېښه وه، چې ثبت شوه.
په پاکستان کې د پولیو ۴۹مه پېښه ټیک څلور ورځې وړاندې د بلوچستان صوبې په جعفراباد سیمه کې ثبت شوې وه.
د دغو ۵۰ پېښو له ډلې تر دې دمه په بلوچستان کې ۲۴، په سند کې ۱۳، خېبرپښتونخوا کې ۱۱ او په پنجاب او اسلام اباد کې بیا یوه، یوه پېښه راپور شوې ده.
پاکستان یو له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې د پولیو ویروس په کې لا تر اوسه له منځه نه دی تللی.
د پاکستان روغتیایي چارواکي په کورنیو غږ کوي، چې د حکومت لهخوا په مکرر ډول د پولیو واکسین کمپاینونو کې په فعاله توګه برخه واخلي او د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې دې مرسته وکړي.