په کندهار ولایت کې د طالبانو د پوهنې مشر د یکشنبې په ورځ غوښتل، چې د شېخ زاید روزنتون دروازه وتړي او په دیني مدرسه یې بدل کړي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د کندهار خلکو په ځانګړې توګه په یاد روزنتون کې یتیمو ماشومانو د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او مخه یې ونیوله.
د دې پرېکړې په عملي کېدو سره به سلګونه یتیم او بې سرپرسته ماشومان له دې مرکز څخه و اېستل شي.
د سیمه ییزو چارواکو په خبره، د طالبانو مشر ملا هبت الله غواړي چې یاد روزنتون په علمیه حوزې بدل کړي.
په دې روزنتون کې لسګونه یتیمان ژوند کوي، چې د جګړو او تاوتریخوالو په پایله کې یې خپل پلرونه او میندې له لاسه ورکړي او اوسمهال بې سرپرسته دي.
طالبانو د روان کال په سپټمبر میاشت کې دغه روزنتون ته دستور ورکړی و، چې ماشومان کورنیو ته یې وسپاري او د دې مرکز فعالیتونه وځنډوي، خو دا دستور تر اوسه عملي شوی نه دی.
د شېخ زاید روزنتون یوه مسوول ویلي: «په دې روزنتون کې داسې یتیمان شته چې د درس لپاره نه، بلکې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره دې مرکز ته راځي.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۲۰ زره دیني مدرسې جوړې کړي دي.