په پکتيکا کې له خونړي ځانمرګي بريد لس کاله وروسته هم قربانيان له عدالت بې برخې دي

۸ ساعتونه مخکې

د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ دوهمه د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د والیبال په سیالۍ کې د خونړي ځانمرګي برید لسمه کلیزه ده.

هغه پېښه چې تر ۵۰ کسان پکې ووژل او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شول.

د دغه برید ډېری قربانیان ماشومان، تنکي ځوانان او ملکي وګړي وږ.

دا برید په تیرو ۲۳ کلونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې یو تر ټولو خونړی برید شمېرل کېږي.

د برید عامل څوک وو؟

له دې برید وروسته د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ، چې دغه عملیات د حقاني شبکې د «مسلکي» کسانو له خوا چې د طالبانو یوه له خطرناکو څانګو څخه ده، پلان او عملي شوی دی.

د تېر حکومت د ملي امنيت د عمومي رياست د معلوماتو له مخې، ځانمرګى بريدګر د همدې ولسوالۍ د غیبي خېلو دکلي اوسېدونکى و.

د افغانستان پخواني حکومت د دغه بریدګر په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

په هغه وخت کې رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی و، چې له ۱۳ کلنې جګړې وروسته د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم، "طالبانو او نورو جهادي ډلو په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو او وژنو څپه پیل کړې ده."

خو وسله والو طالبانو او کومې بلې ډلې د يادې پېښې پړه پر غاړه نه وه اخيستې.

دا برید وروسته له هغه وشو، چې د افغانستان ولسي جرګې یو امنیتي تړون تصویب کړ چې له مخې به یې په ور پسې میاشت کې د ځینو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځینې امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

یوه لسیزه بې ځوابه کړاو

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره، د پکتیکا د ناورین په ګډون د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو لپاره د عدالت هیله نوره هم کمه شوې ده.

نړیوالې ټولنې د دغو بریدونو د عاملینو د څېړلو او محاکمې لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی. طالبانو نه یوازې دا چې د افغانستان په ښارونو کې په ځانمرګو بریدونو پښېماني نه ده ښودلې، بلکې دوی په ویاړ سره دا کړنې یادوي او ځانمرګي بریدونه یې د "خپلواکۍ" د مبارزې د یوې برخې په توګه معرفي کوي.

د ۱۴۰۰ کال د کب په میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په کندهار کې په یوه غونډه کې اعتراف وکړ چې یوازې په تېره یوه نیمه لسیزه کې دغې شبکې ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

هغه د دې بریدونو لپاره د "استشهادي" اصطلاح کارولې، چې طالبان یې په ایډیالوژیک ډول د ځانمرګو کړنو توجیه کولو لپاره کاروي.

یو خونړی ځانمرګی برید چې د یوې سپورټي لوبې د لیدونکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې وشو، لسګونه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

نن د دې برید لسمه کلیزه ده، چې قربانيان او ژوندي پاتې شوي کسان نه يوازې د عدالت له نشتوالي ځورېږي، بلکې د افغانستان په روان کړکېچ کې غږ هم ورک شوی دی.

نور خبرونه

رادیو