په پاړه چنار کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د دوی سره دارو درمل ختم شوي او نورو روغتونونو ته د ناروغانو د لېږد لپاره له دوه اونیو راهیسې لارې بندې دي.
د پاړه چنار د روغتون چارواکو ویلي، په روغتون کې د اکسیجن او کافي دارو درملو د نشتوالي له امله تېره شپه یو بل ناروغ هم ومړ چې په دې توګه د دارو درملو د نشتوالي له امله دا درېیم ناروغ و چې په روغتون کې یې سا ورکړه.
د پاړه چنار او پېښور تر منځ لویه لاره دوه اونۍ وړاندې هغه مهال وتړل شوه، چې د توري قوم پر یو موټر وسلهوالو کسانو برید وکړ او له امله یې ۱۶ کسان ځای پر ځای ووژل شول.
په سیمه کې ځايي مشران او پولیس چارواکي وايي، دوی هڅه کوي د ښکېلو خواو تر منځ روغه جوړه وکړي؛ خو لا هم د دوی هڅې بې نتیجې پاتې دي.
په پاړه چنار کې ځایي خبریال علي افضل افضال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې په بازارونو کې خوراکي توکي خلاص شوي او هغه لږه اندازه چې پاتې دي، خلک یې د اخیستو توان نه لري.
ښاغلی افضال وایي، که لارې خلاصې نه شي؛ نو خلک به له لوږې ومري او سیمه به د یو بشري ناورین سره مخامخ شي.
پاړه چنار او د کورمې په ډېرو نورو برخو کې تل د مذهبي ډلو تر منځ د تاوتریخوالي راپورونه خپرېږي؛ خو دا پلا د دغه نوي کړکېچ له امله کورمې ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې چې له امله یې کڼ خلک په اندېښنه کې دي.
ځایي پولیس وایي، چې د کورمې او پېښور تر منځ د غځېدلې لارې په اوږدو کې د بېلابېلو ډلو او مېشتو قومي او مذهبي ډلو لهخوا دغه لاره تړل شوې، چې ځایي چارواکي او پولیس یې په پرانېستلو کې پاتې راغلي.
د دې تر څنګ د کورمې ولسوالۍ په ټولو سیمو کې ښوونځي او تعلیمي ادارې بندې دي او په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې هم کار نه کوي.