د سېنمای پامیر چاودنې ۱۱ ټپیان اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۲

په کابل کې د اېمرجنسي روغتون چارواکي وايي، چې د کابل ښار سېنمای پامیر سیمه کې د چهارشنبې ورځې د چاودنې ۱۱ تنه ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
روغتون په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
د اېمرجنسي روغتون مرستیال سټیفانو جنارو سمیرنوف وايي، چې په ۱۱ ټپیانو کې یوه درې کلنه نجلۍ، یو څلور کلن او یو ۱۶ کلن هلک، دوه ښځې او شپږ نارینه شامل دي، چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت ترینګلی دی.
دغه چاودنه نن د کابل پر وخت ماسپښین شاوخوا دوه بجې د سینمای پامیر د دویم لاس توکو په یوه پلورنځي کې شوې ده.
سېنمای پامیر د کابل په لرغونو سیمو کې شمېرل کیږي، چې ګڼ مارکېټونه پکې دویم لاس توکي پلوري.
دغو مارکېټونو ته ډیری د بېوزله کورنیو خلک د پېرنې لپاره تګ او راتګ کوي.
د اېمرجنسي روغتون په اعلامیه کې ویل شوي، چې د چهارشنبې ورځې چاودنه د جامو په یوه پلورنځي کې داسې مهال شوې، چې ګڼ پیرونکي دلته راټول وو.
د روغتون مرستیال وايي، چې په افغانستان کې د جګړو له پای ته رسېدو سره - سره، د کال د تېرو لومړنیو شپږو میاشتو ۷۰ سلنه ناروغان چې په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي، د جګړې ټپیان دي.
د سمیرنوف په وینا، روغتون ته ور لېږدول شوي ډیری ناروغان د چړو، مرمیو او چاودېدونکو توکو له امله ټپیان شوي.

نور خبرونه

رادیو