تېره ورځ تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې شوې

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۹

له دوو ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنېدو پر دوام؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، چې تېره ورځ شاوخوا ۳۲۳ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

دغه کډوالې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او د اسلام کلا له لارو بېرته ستنې شوې دي.
دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو ۳۲۳ کورنیو له ډلې ۱۷ یې د تورخم له لارې، ۲۹ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې ، ۶۲ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۲۱۵ یې د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.
له بل پلوه (د لړم په ۲۶مه) د کاناډا د سرحدي خدمتونو ادارې ویلي و، چې ۱۹ تنه کډوال یې د هغوی په خوښه بېرته افغانستان ته لېږلي دي.
تر دې وړاندې (د لړم په ۲۰مه) د ایران تسنیم خبري اژانس د انقلاب تایباد لوی څارنوال له قوله راپور ورکړی و، چې د روان کال له پيله تر دې دمه ٢٣ زره او ١٥٦ تنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
او په پاکستان کې بیا د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر له شاوخوا ۷۰۰ زرو هم لوړ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو