د طالبانو اقتصاد وزارت وايي، کابل کې د جاپان سفارت ورسره له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره او د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه ۷.۶۳ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
خو کابل کې د جاپان سفارت په دې اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو اقتصاد وزارت تېره ورځ دوشنبه د (لړم ۲۸مه) په خپله ایکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د طالبانو د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره په ناسته کې د ۱۷.۶۳ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې کابل کې د جاپان سفارت دغه مرستې له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره او د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو کورنیو د لاسنیوي په موخه ۷.۶۳ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
خو تر اوسه پورې کابل کې د جاپان سفارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو اقتصاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې د جاپان سفیر د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې برخه کې هم د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی.
تر دې وړاندې د جاپان سفارت لهخوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې له پروګرام سره په ښاري سیمو کې د زیانمنو خلکو د ژوند او چاپېریال د ښهوالي په موخه د ۷،۳۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت یوه تړون لاسلیک کړی و.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ویلي و، چې د دغې پروژې له لارې به په کابل او هرات کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د ژوندانه له لومړنیو خدمتونو، روغتیا او بیارغولو له خدمتونو برخمن شي.
د راپورونو له مخې په ۲۰۲۴ کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغانستان په نړۍ کې یو له سترو او پیچلو بشري ناورینونو سره مخامخ هیواد دی.