د نړۍ د افسانوي سوک وهوونکي محمد علي کلي مېرمن خلیله علي په افغانستان کې یو ورزشي استدیوم جوړوي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې مېرمن علي د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر کوي او ټاکل شوې ده، چې د بریا (پیروزي)په نوم یو ورزشي استدیوم جوړ کړي.
د راپور له مخې، نوموړې به په دغه سفر کې د (محمد علي کلي او خلیله علي) په نوم یو ورزشي ټولنه هم جوړه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس همداراز زیاته کړې، چې مېرمن علي به د افغانستان د ورزش له چارواکو سره هم وګوري.
د راپورونو له مخې، د محمد علي کلي مېرمن خلیله علي د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم کابل ته سفر کړی و او غوښتل یې چې د کابل په قرغه کې د فوټبال یو لوبغالی جوړ کړي.
خلیله علي په داسې حال کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر کوي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې یادې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړي دي او دغه راز یې د ښځو د ورزش د منع کولو سربېره د افغان ښځو د محدودولو په موخه لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.
د دغو فرمانونو له مخې، ښځينه ورزشکارانې کلپونو، پارکونو او په نړۍوالو لوبو کې د ګډون اجازه نه لري.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.