په خوست کې یو پانګه وال ورزشي جمنازیوم جوړ کړی دی

۴ ورځې مخکې

د خوست په مرکز متون کې ښار کې یو ځايي پانګوال د ورزشکارانو د اسانتیاوو په موخه د والیبال لوبې یو جمنازیوم جوړ کړی چې ټول ټال پرې ۱۸۰زره امریکایي ډالره لګښت راغلی دی.

پانګه وال اسمعیل سالار وایي، په خوست کې ورزشکاران له ګڼو ستونزو سره مخ وو او له همدې کبله یې وپتیله چې یو معیاري جمنازیوم جوړ کړي. هغه رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه جمنازیوم کې د ورزشکارانو لپاره معیاري وسایل، د لامبو وهلو حوض او د والیبال لوبې لپاره ځانګړی ځای لري.
د دغه پانګه وال په وینا؛ پر دغه جمنازیوم ټول ټال ۱۸۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی او د سیالیو نندارې لپاره په کې په یوه وخت نږدې درې زره کسان د ناستې وړتیا لري. د (مرغومې ۲۸مه) د یاد جمنازیوم د پرانېستې مراسمو تر څنګ په کې د خېبر پښتونخوا په ګډون د هېواد د ځینو ولایتونو د والیبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ هم وشوې.
د خوست د والیبال فدراسیون مشر رویبار هڅاند د دغه جمنازیوم جوړیدل د ورزشکارانو لپاره ګټوربللي او له نورو پانګه والو هم غواړي چې د لوبغاړو لپاره په بېلابېلو برخو کې ورزشي کمپلېکسونه جوړ کړي.
هغه وايي، تر دې مخکې به ورزشکارانو په خاورو او دوړو کې سره سیالۍ کولې چې نندارچیان به هم د لوبو پر مهال له ستونزو سره مخ کیدل.
د پخواني جمهوري نظام په نسکوریدو د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو، د ښځو کار او د بیان ازادۍ د بندیزونو تر څنګ په ورزشي برخه کې هم ځنې بندیزونه لګول شوي دي. د دغو بندیزونو په لړ کې د هېواد دننه د سوک وهنې تر څنګ د فري فایټ پر لوبو هم سخت محدودیتونه وضعه شوي دي.
همدا راز په یو بل اقدام کې طالبانو په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ورزشکارانو ته د خپلو افراطي ملایانو په وسیله د دیني زده کړو پروګرامونه پیل کړي او ادعا یې کړې چې د پخواني‌ جمهوري حکومت پر مهال ورزشکاران د اسلام له دین څخه په واټن کې وو، خو ورزشکارانو بیا د طالبانو دغه ډول څرګندونې غندلې دي.

نور خبرونه

رادیو