په کندوز او بغلان ولایتونو کې د څلورو کسانو په اتلولۍ د اوزلوبو سیالۍ پایته ورسېدې

۶ ساعتونه مخکې

په کندوز او بغلان ولایتونو کې د ۱۳۰ چاپندازانو په ګډون د اوزلوبو سیالۍ ترسره شوې، چې دغه لوبې د څلورو کسانو په اتلولۍ سره پایته ورسېدې.

په بغلان کې پهلوان دادالله، پهلوان صدرالحق او پهلوان رحمت الله او په کندوز کې بیا پهلوان نور علي د دغو سیالیو اتلان شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د وزلوبو په دغو سیالیو کې له تخار، کندوز، سمنګان او بغلان ولایتونو څخه ۵۰ چاپندازانو او د کندوز د امام صاحب په سیالیو کې بیا ۸۰ چاپندازانو برخه اخیستې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې مخکې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې هم د ۱۸۰ چاپندازانو ترمنځ څو ورځینۍ سیالۍ وشوې، چې د دې سیالیو غوره لوبغاړي پهلوان نجیب الله او پهلوان قیوم وپېژندل شول.
باید وویل شي، چې یادې سیالۍ هر کال د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د وزلوبو د ژوندي ساتلو او پراختیا لپاره ترسره کېږي.
اوزلوبه چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دود ده، اوس د هېواد سوېل ته هم غځېدلې.
وزلوبه چې د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده، شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فډراسیون رامنځته شو.

نور خبرونه

رادیو