په شمالي ولایتونو کې د وزلوبو سیالۍ پای ته ورسېدې

۳ ورځې مخکې

په بلخ او جوزجان ولایتونو کې د ۱۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبو سیالۍ چې څه موده وړاندې پېل شوې وې، د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکوي، چې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د ۱۲۰ چاپندازانو او د جوزجان په مرکز شبرغان کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبو پیل شوې سیالۍ د شنبې په ورځ پای ته رسېدلي دي.
د بلخ د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوول حمید ګل لېوال ویلي، چې د یادو سیالیو موخه په بلخ کې د پیاوړې لوبډلې په نښه کول او یادې لوبې ته د ځوانانو هڅول وو.
په جوزجان کې بیا د دغه سیالیو غوره لوبغاړي پهلوان نجیب الله او پهلوان قیوم پېژندل شوي دي.
باید وویل شي، چې یادې سیالۍ هر کال د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د وزلوبو د ژوندي ساتلو او پراختیا لپاره ترسره کېږي.
اوزلوبه چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دود ده، اوس د هېواد سوېل ته هم غځېدلې.
طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په خپلې لومړنۍ واکمنۍ کې پر دغې لوبې بندیز لګولی و، خو اوس یې ورته اجازه ورکړې ده.

نور خبرونه

رادیو