پاکستاني رسنۍ: بنو کې د ترهګرۍ ضد څانګې یو افسر وسله والو په ډزو وژلی

AP ۱۴۰۳ تله ۳۰

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې یو افسر تېره ورځ یکشنبه ماښام د پښتونخوا په بنو کې خپل کورته نږدې وسله والو په ډزو وژلی.

په دغه برید کې د هغه یو ورور او یو خپلوان ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ یکشنبه ماښام د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې یو افسر خپل کورته نږدې جومات ته پر لاره وسله والو په ډزو وژلی او په دغه برید کې دوه تنه نور ټپیان شوي.

ويل کیږي په برید کې ټپیان شوي کسان یو د دغه افسر ورور او بل یې نږدې خپلوان دی.

ځايي پولیسو رسنیو ته ويلي، چې دغه افسر شیرعلي نومېده او تېر ماښام له کوره جومات پر لاره و، چې ناڅرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

پولیس وايي، د دوی پلټنې روانې دي او هڅه کوي چې پر هغه بریدکونکي ونیسي.

تر اوسه پورې د دغه افسر د وژلو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یو بل خبر له مخې د لکي مروت په تختي خيلو سيمه کې وسله والو د قومي لښکر یو غړی ور وژلی دی.

له تېرو درې ورځو راهيسې وخت ناوخت د وسلوالو او قومي لښکر ترمنځ جګړه کيږي.

په سیمه کې خبریال لال وزیر وايي، وړمه ورځ بیا همدغه قومي لښکر د ځايي وسله والو دوه تنه ور وژلي وو.

تر هغه وروسته د لکي مروت د تختي خيلو سېمې بازار ځايي خلکو په اعتراضي ډول تړلی او له حکومته یې غوښتي چې د دوی په سیمه کې امن راولي.

نور خبرونه

رادیو