د خيبر پښتونخوا ایالت په کورمه ولسوالۍ کې د مساپرو د ګاډو پر یوه کاروان په وسله وال بريد کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۳۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۴ نور ټپیان دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، چې وسله والو پر یوه وخت دوه ځایه پر دې موټرو برید کړی.
سرچینو زياته کړې، چې د مساپرو دغه موټريز کاروان له پېښوره پاړه چينار ته پر لار و او په بګن سیمه کې پرې برید شوی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې شپږ ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.
د پېښې شاوخوا ۱۴ ټپيان د علیزيو او مندوري روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښې له ځایه خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې پر سړک هغه موټر ښکاري چې په مرمیو لګېدلي او شاوخوا یې مړي پراته دي.
د سیمې پولیسو پېښه تايید کړې خو د مرګ ژوبلې اړوند يې معلومات نه دي شریک کړي.
یو شمېر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې په پېښه کې ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
تر اوسه لا د بريد مسوليت چا په غاړه نه دی اخستی، خو په کورمه ولسوالۍ کې وخت ناوخته د شیعه او سني ډلو ترمنځ مذهبي شخړې رامنځته کیږي. د پېښې قربانیان د سیمې شیعه مذهبه وګړي ګڼل کیږي.