د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خیبرپښتونخوا په ټولو سیمو کې د پاڅونونو اعلان کړی.
نوموړی وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او ټول پښتانه به نن د یکشنبې ورځې په پاڅونونو کې په خپلو سیمو کې د امن غونډې جوړوي.
هغه وويل په پښتني سیمو کې په چاودونو او جګړو کې د وژل شویو، تري تم شویو او د طبیعي زیرمو د ورسپارلو غږ پورته کړئ.
منظور پښتین د شنبې په شپه ناوخته په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاد پاڅونونه به په لورلايي، دوکۍ، ږوب، بنو، کویټه، شانګلې، اورګزیو، سوېلي وزیرستان، لکي مروت، ټانګ، چارسدې، صوابۍ، پښین، باجوړ، چمن، نوبیر، دره ادرم خیل، کرک، دیر، سوات، زیارت، ملاکنډ، لوړ دیر او مومندو ضلعه کې له چمنه تر خیبره په ټولو پښتني سیمو کې پاڅونونه کیږي.
دغه پاڅونونه په ځینو سیمو کې سهار او په ځینو سیمو کې له غرمې وروسته ترسره کیږي.
دغه پاڅون ته د امن پاڅون نوم ورکړل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه پاڅون کې به د «د ډالري جګړو او ریاستي پالیسیو د ختمولو، د پښتون وطن د امنیت، د پښتون وطن د وسایلو د لوټلو پر ضد، خپلو کورونو ته د کډوالو د ستنېدو، د پښتنو په سیمو کې د ځمکو د جبري غصب پر ضد، د شهیدانو د عدالت غوښتنه، د لادرکه خلکو د راپیدا کولو، د بندیانو د خلاصولو او له پاسپورټ پرته پر ډیورنډ کرښې د تګ راتګ لپاره به په ټولو پښتنو سیمو کې په یوه ورځ خپل غږ پورته کوي.»
همدارنګه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړو حنیف پښتین او زکیم خان پر خپلو اېکس پاڼو په خپرو شویو پیغامونه کې ویلي، چې د پښتونو په ټولو سیمو کې په یوه ورځ د ولسي پاڅونونو د ترسره کولو پرېکړه د خیبر په قومي جرګه کې شوې وه.
دوی له خلکو غوښتي، چې د خپل وطن د امنیت او ټولو ناخوالو په وړاندې د غږ پورته کولو په اعتراضي غونډو کې دې برخه واخلي.