منظور پشتین: زموږ تر ۱۰۰۰ ډېر ملګري په زندانونو کې دي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۹

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پاکستاني حکومت د پښتون قومي جرګې له جوړېدو وروسته ددغه غورځنګ پر وړاندې خپل زور او زیاتی ډیر کړی.

منظور پشتین وویل، چې تر دې مهاله د غورځنګ زر تنه غړي د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي او د ملګرو د نیولو لړۍ یې لا هم په چټکۍ روانه ده.

هغه وویل، چې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ ایالتي همغږوال یا کوارډیناټور خیرالامین یوسفزی نیول شوی.

پشتین پر خپل ایکس لیکلي، چې دده د ملګرو نومونه د ترهګرۍ د نوملړ په څلورمه برخه کې اچول شوي او د ټولو خلاف عملیات روان دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ نن د خیبر پښتونخوا په ټولو ولسوالیو کې د امن په نامه د پاڅونونو اعلان کړی او په ګڼو سیمو کې خلک د حکومتي پالیسیو خلاف او د پښتون قومي جرګې د پریکړو په ملاتړ راوتلي دي.

پشتین وايي، « موږ د جرګې له پیل کیدو وړاندې هم د هر څه په فکر کې وو او د دې خلاف تکړه عمل ته تیار وو خو د جرګې شریک غږ و چې تاسې لږ صبر وکړئ او له موږ سره یو ځائ لاړ شئ، د دې خلاف به موږ ټول درسره یو».

نوموړي هیله ښودلې، چې د پي ټي ایم خلاف د روانو عملیاتو پر وړاندې ټول ورسره په ګډهودریږي.

هغه د خپلې مبارزې د جاري ساتلو ژمنه کړې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز لګولی او وايي، دغه غورځنګ خلک د پاکستان د امنیتي ادارو پر وړاندې را پاروي.

نور خبرونه

رادیو