د پښتونخوا له پاړهچنار څخه سیمه ییزې سرچینې وایي، چې له تېرو نهو ورځو راهیسې د لارې بندېدو له امله د سیمې اوسېدونکي د خوراکي توکو، درملو او سون توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
په دغې سیمه کې له تېرو څو اونیو راهیسې مذهبي جګړې دوام لري.
د خیبرپښتونخوا له پاړهچناره سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د تېرو نهو ورځو راهیسې د پاړهچنارـ پېښور یواځنۍ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د راپورونو له مخې په دغه سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ له تېرو څو اونیو راهیسې وسله والې نښتې دوام لري.
په دغو وسله والو جګړو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
له پاړهچناره سیمه ییز خبریالان وايي، چې په کورمه ولسوالۍ کې د تېلو د نه شتون له امله د تېلو پمپونه تړل شوي او په روغتونونو کې د درملو د نه شتون له امله ناروغان بد روغتیايي حالت کې دي.
دغه خبریالان د قومي مشر میرافضل خان له قوله وايي، چې د پاړهچنار او پېښور ترمنځ د لارې بندیدو له امله په سیمه کې بند پاتي دي.
په پاړهچنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د وسله والې شخړې د هواري لپاره د قبایلي جرګې هڅو هم تردې دمه کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
دا لومړۍ ځل نه دی چې په دغه سیمه کې مذهبي وسله والې شخړې رامنځته کیږي، تردې وړاندې هم په ورته پيښو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي.
دغه وروستۍ لانجه د دوو قومونو ترمنځ لومړی د ځمکې پر سر پېښه شوه، چې وروسته په مذهبي شخړې واوښته، او له امله یې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.