احمد مسعود: د افغانستان قهرمان څنګه"شهید" کېږي، خو د امریکايي جنرال پر مخ داغ هم نه راځي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۷

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق اڅکزي د مړینې د شپږم تلین په مناسبت د دغه طالب ضد چارواکي مړینه «شکمنه» بللې ده.

احمد مسعود وويل: "څنګه کېداى شي چې زموږ يو اتل شهيد شي، خو د بل چا پر مخ داغ هم نه راځي."

ښاغلي مسعود چې د جمعې په ورځ (د تلې په ۲۷ مه) د جنرال رازق د تلین په مناسبت جوړې شوې یوې انلاین غونډې ته وینا کوله وویل، تر هغه چې جنرال رازق ژوندی و، «دښمن» په دې نه دی توانیدلی چې یو ګام هم مخکې لاړ شي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر زیاته کړه، چې جنرال رازق له مرګ وروسته "د افغانستان د ملي یووالي سمبول شو."

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال رازق اڅکزی د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۶مه په کندهار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی و.

که څه هم ښاغلي مسعود په مشخص ډول د کوم کس نوم وانه خيست، خو ويې ويل چې دا څنګه شونې ده، چې په دې پېښه کې زموږ يو اتل وژل شوى وي، خو د نورو پر تنديو یوه کرښه هم نه وه. نوموړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال سکاټ مېلر ته اشاره وکړه، چې د جنرال رازق د وژل کېدو په ورځ د پېښې په ځای کې له جنرال رازق سره موجود و، خو له بریده روغ وتلی و.

کارپوهانو تر دې مخکې ویلي وو، چې طالبانو بریدګر د جنرال رازق د وژلو لپاره ټاکلی و ځکه چې د امریکايي قومندان په نښه کول د دې ډلې لپاره لویه بیه درلودلای شوه.

نور خبرونه

رادیو