په پاړه چنار کې پولیس سرچېنې وایي، دغه لاره له هغې وروسته وتړل شوه چې د شنبې په ورځ د موټرو په یو کاروان ډزې وشوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۶ تنه ولسي خلک په کې ووژل شول.
په پاړاچنار کې د پولیسو مشر جاوېدالله محسود ويلي، د دغې بدامنۍ د خورولو په تور یې شاوخوا ۱۰۰ کسان نیولي؛ خو نوموړي دا هم ویلي چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو راوستلو په موخه یې له قومي مشرانو او مخورو د مرستې غوښتنه هم کړې.
بل خوا د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی حمید حسین ویلي، چې د لارو له تړل کېدو سره په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او دارو درمل هم نه موندل کېږي، دا رنګه د تېلو په پمپ اسټیشنونو کې د پټرولو او ډیزلو د کمي سره خلک مخامخ شوي او په ټولو بازارونو کې خلک له وېرې ګرځېدلای نه شي.
دا رنګه په پاړه چنار او د کورمې په ټولو سیمو کې تعلیمي ادارې تړل شوې او ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللای.
خو قومي مشر میرافضل خان وایي، د دوی هڅې روانې دي چې دغه ستونزه د سولې او خبرو اترو له لارې هواره کړي.
په کورمې ولسوالۍ کې دا لومړۍ پېښه نه ده، چې د دوو قومونو یا د دوو مذهبونو د پیروانو تر منځ پېښېږي، تر دې وړاندې هم په دغې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ لفظي شخړې په قومي او مذهبي تاوتریخوالي اوښتې چې لسګونه کسان په کې وژل شوي دي.
همدغه تېره میاشت د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ را منځته شوې لانجه په مذهبي شخړې واوښته، چې له امله یې شاوخوا ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي وو.