د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال په کاپيسا کې يوې ولسي غونډې ته ويلي، چې دوی د دوحې په ناستو کې د «شريعت خلاف» د هېوادونو غوښتنې نه دي منلي.
ګڼو هېوادونو او سازمانونو له طالبانو څخه د نجونو زده کړو او کار ته د زمينې برابرولو تر څنګ د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنې کړي.
د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د سې شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې مولوي کبير د طالبانو د لوی درستيز فصیح الدین فطرت سره کاپيسا ته تللی.
نوموړي په دې غونډه کې د هغو غوښتنو یادونه ونه کړه، چې د ده په خبره د دوحې په ناستو کې هېوادونو د شریعت خلاف له دوی کړې او دوی و نه منلې.
مولوي کبير زياتوی، چې په افغانستان کې د دوی له راتګ وروسته «قومي، ژبني او سمتي ستونزي او جنجالونه» ختم شوي دي.
هغه يو ځل بیا د خپل مشر هبت الله له لوري عمومي بښنې ته په اشارې پر خلکو غږ وکړ، چې وطن ته راشي او بې له ډاره خپلې چارې مخ ته يوسي.
د دوحې په ټولو ناستو کې هېوادونو، سازمانونو، سیاسي او ټولنیزو افغان فعالانو له طالبانو په تکرار ډول غوښتنه کړې، چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي، د کار زمينه ورته برابره او د ستونزو د حل لپاره ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
طالبانو د دې غوښتنو په جواب کې نړۍ ته ويلي، چې د نجونو د تعليم، کار او ټولګډونه حکومت جوړېدل د افغانستان داخلي موضوعات دي.