طالبان: له تاجکستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک شو

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک شو.

پر طالبانو نیوکې دي چې په کابل او ولایتونو کې د برېښنا د پرچاوۍ په کمولو کې پاتې راغلي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت نن دوشنبه د (لیندۍ پنځمه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د برېښنا شرکت د اجراییوي مشرډاکټر عبدالباري عمر او د تاجکستان د برېښنا شرکت د اجرایوي مشر محمد عمر عسازاده ترمنځ لاسلیک شو.
‏په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د برېښنا دغه تړون د ۲۰۲۵م کال لپاره لاسلیک شوی.

خو پر طالبانو نیوکې کیږي، سره له دې چې دغه ډله د برېښنا د پرچاوۍ د له منځه وړلو ژمنې کوي خو دغه ډله په تېرو درېیو کلونو کې نه ده توانیدلې چې دغه ستونزه حال کړي.

په کابل او ولایتونو کې خلک د برېښنا له پرچاوۍ داسې مهال شکایتونه کوي چې د ژمي په را رسېدو سره دغه ستونزه نوره هم ډیریږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، چې له امله یې هر کال په لسګونه میلیونه ډالر نورو هېوادونو ته د برېښنا په بدل کې ورکوي.

طالب چارواکو تر دې وړاندې ویلي و، چې د لمريزې برېښنا پراختيايي پروژې، د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیاينې سربېره له اقليمي بدلون سره په مبارزه کې هم مرسته کوي.

نور خبرونه

رادیو