د بښنې نړیوال سازمان د ښځو حقونو په اړه خپل ۱۶ ورځني کمپاین کې پر طالبانو فشار راوړل غواړي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۵

د بښنې نړیوال سازمان له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي اړوند ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې او مېرمنې له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي.

دغه سازمان په خپل ۱۶ ورځنی کمپاین سره له نړیوالې ټولنې غواړي، چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي.

د بښنې نړيوال سازمان د سویلي اسیا څانګې له افغان مېرمنو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي اړوند د ۱۶ ورځني کمپاين په پیغام کې هيله ښودلې، چې له دې لارې به په افغانستان کې د ښځو له حقونو سرغړونې په ګوته کړي.

دغه سازمان ويلي، چې د افغان مېرمنو او نجونو د بشري حقونو دغه غږ او غوښتنو ته باید وده ورکړل شي.

د بښنې نړيوال سازمان په خپل دغه پیغام کې د افغان مېرمنو د وضعت تړاو ویلي چې « د څلورم پرله پسې کال لپاره، افغان میرمنې او نجونې د طالبانو له خوا له د سیستماتیک تبعیض او ناوړه چلند له خورا جدي ډولونو سره مخ دي.»

یاد سازمان له ټولو غوښتي، چې له افغان مېرمنو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په دې ۱۶ ورځني کمپاين کې برخه واخلي او د ميرمنو ملاتړ وکړي.

د بښنې نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه کمپاين به د نومبر پر ۲۵ مه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو نړيوالې ورځې سره برابره ده، پيل او د ډسمبر تر ۱۰ مې چې د بشري حقونو ورځ ده، دوام وکړي.

له دې وړاندي یو شمېر افغان معترضو ښځو هم د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په تړاو د پیغامونو په خپرولو سره، په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کړې وه.

دوی ویلي، چې د تاوتریخوالي د له منځه وړو کمپاین یو فرصت دی چې د ښځو پراخو ستونزو ته پام واړول شي.

معترضو ښځو په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو