د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د دوشنبې په ورځ د لیندۍ پر پنځمه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي او اقتصادي مرستیالانو عبدالکبیر او غني برادر سره وکتل.
د طالبانو واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې یو لوړ رتبه روسي پلاوی کابل ته سفر کوي.
د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن دوشنبه «د لیندۍ ۵مه» وویل چې له روسي پلاوي سره د لیدنې پرمهال د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال عبدالکبیر ترڅنګ د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نور الله نوري، د استخباراتو ریيس ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو ګډون درلود.
طالبانو په دې ناسته کې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو په حواله لیکلي چې روسیه د مسکو ـ کابل ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي. طالبانو د سرګي شویګو په حواله لیکلي، روسیه « چمتو ده، چې په افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ، ټرانسپورت، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې بنسټيزې پروژې عملي کړي.»
سرګي شویګو زیاته کړې، په افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونه د دې لامل شوي چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله شي.
طالبان وايي، په دې ناسته کې سرګي شویګو ویلي چې د روسیې فدراسیون غواړي افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي.
طالبان وايي، روسي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل، چې « مسکو به دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتي توکو ګمرکي تعرفه راکمه او یا ختمه کړي».
سرګي شویګو وړاندیز کړی، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د ټرانسپورت په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او ډېر ژر د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم پرانیزي.
په دې ناسته کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په خپلو خبرو کې د روسیې له مثبت دریځ او په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان له دریځ څخه د ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان له روسیې سره په مختلفو برخو کې د اړیکو او تعامل پراخېدو ته لېواله دی.
دغه طالب چارواکي روسي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دغه ډله اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.
عبدالکبیر زیاته کړې چې « په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی او داعش ډله ځپل شوې»
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې روسي پلاوي له ملا عبدالغني برادر سره هم لیدلي دي.
ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی هڅه کوي سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو زمینه برابره کړي. هغه په دې برخه کې یې له روسیې څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
طالبانو ویلي چې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په مشرۍ په دغه پلاوي کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک، د ملي امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وینیدیکتوف، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په کابل کې د روسیې سفیر او یوشمېر نورو مسوولانو ګډون درلود.