د کورمې په ولسوالۍ کې د پولیسو مشر جاویدالله محسود رسنیو ته ویلي، چې نن د یو برید په ترڅ کې ۱۱ تنه ولسي خلک وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
ښاغلی محسود وایي، چې دغه پېښه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کنج علیزیو د غرونو په څنډو کې شوې او د توري قوم وګړي په کې په نښه شوي دي.
د کورمې د روغتون سرچینې وایي، چې دوی ته شپږ تنه ټپیان وړوړل شوي چې له ډلې یې د درېیو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
له سیمې څخه ځایي خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له پېښې وروسته په سیمه کې امنیتي حالت ترینګلی شوی او په ګڼ شمېر کې پولیس سیمې ته د حالاتو د کابو کولو لپاره رسېدلي دي.
تر دې څو ورځې وړاندې هم د کورمې په ولسوالۍ کې د شیعه مذهبو او سوني مذهبو تر منځ سختې جګړې شوې وې، چې له امله یې ۴۸ تنه وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.
له هغې جګړې وروسته چې دواړو غاړو په کې د یو بل پر ضد له سپکو او درنو وسلو کار واخیست له څو ورځو وروسته د قومي مخورو په منځګړیتوب روغه وشوه.
خو له هغې وروسته یو ځلې بیا په سیمه کې دغه تازه تاوتریخوالي فرقهییزې جګړې ته لاره هواره کړې، چې له امله یې د سیمې خلک سخت په اندېښنه کې دي.