په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

AP ۱۴۰۳ تله ۲۱

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) او د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۵مه) په پاکستان کې جوړیږي، طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه سازمان سکرتریت طالبانو ته هیڅ بلنه نه ده لېږلې.

تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو اداره د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې، وروسته له هغه چې طالبان بیا په کابل حاکم شو،‌ ځنډول شوی دی.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون په ۷ مه د شانګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي غړي په توګه ومنل شو.

اسلام اباد د دې غونډې د کوربه په توګه تمه لري، چې د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو او شاوخوا ۲۰۰ پلاويو هرکلی وکړي.

د طالبانو د ادارې پرخلاف د منګولیا حکومت د څارونکي هیواد په توګه دغې غونډې ته بلل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو