په امریکا کې یو افغان د ټاکنو په ورځ د برید د پلانولو په تور نیول شوی دی

AP ۱۴۰۳ تله ۱۸

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې یو افغان د امریکا په اوکلاهاما ایالت کې د ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی دی.

د رویټرز په وینا د امریکا عدلیې وزارت ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي تورن کړی او ویلي یې دي، چې دغه افغان د (داعش) په نوم د یوه برید پلان لاره.
نصیر احمد توحیدي په ۲۰۲۱ کال کې د کډوالۍ په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی و او د اوکلاهاما په ښار کې اوسېده.
دغه افغان په واشنګټن ډي سي کې امنیتي کمرو ته د لاسرسي لپاره د انلاین معلوماتو په لټه کې تورن دی.
په داسې حال کې چې اړوند کس د سپینې ماڼۍ او واشنګټن مونومینټ کمرې هم په انلاین بڼه څارلې وې.
په دې قضیه کې د نصیر توحیدي ترڅنګ د هغه کشر اوښی هم شامل دی، چې د دوشنبې په ورځ د اېف بي ای له‌خوا ونیول شو.
نصیر توحیدي له نیول کېدو وروسته چارواکو ته وویل، چې هغه د خلکو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د برید پلان جوړ کړی و.
د امریکا لوی څارنوال میرک ګارلنډ په یوه بیان کې ویلي:« موږ به د داعش او د هغې د ملاتړو له‌خوا د امریکا ملي امنیت ته د ورپېښ ګواښ سره مبارزې ته دوام ورکړو او موږ به هغه کسان وپېژنو او محاکمه به یې کړو، چې د امریکا د خلکو د وژنې هڅه کوي.»

نور خبرونه

رادیو