د منځني ختیځ کړکېچ؛ نتنیاهو او بایډن به د چهارشنبې په ورځ د ټېلفوني خبرې وکړي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۸

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر وویل، چې هغه به د چهارشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ټېلیفوني خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې؛ بایډن او نتنیاهو به پر اسراییل د ایران د توغندیز برید د غچ اخیستلو پر پلان خبرې وکړي.

رویټرز د یوې باخبرې سرچینې له خولې ویلي، تمه کیږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمالا هرېس به هم له نتنیاهو سره د بایډن په ټېلیفوني خبرو کې برخه واخلي.

د اسراییل د دفاع وزیر دفتر وویل، چې یواو ګالانت متحده ایالاتو ته خپل سفر چې ټاکل شوې وه، د سې شنبې په ورځ ترسره شي، د نتنیاهو او بایډن تر منځ د خبرو لپاره وځنډاوه.

دغه دفتر وویل، چې نتنیاهو امریکا ته د ګالانت سفر منظور کړی و؛ خو د لومړي وزیر په غوښتنه یې سفر وځنډول شو.

نتنیاهو ته نږدې چارواکو د اسراییل کان شبکې ته ویلي، چې نتنیاهو هېڅ سفر نه دی لغوه کړی ځکه چې هغه هېڅکله تایید نه دی.

هغوی وویل: «ګالانت پرېکړه کړې وه، چې په خپله خوښه امریکا ته سفر وکړي.»

اکسیوس راپور ورکړی و، چې نتنیاهو لا دمخه پوهېده چې هغه به د چهارشنبې په ورځ له بایډن سره خبرې وکړي، مګر له یواو ګالانت سره یې د یوې شخړې وروسته، هغه ته وویل چې هغه به امریکا ته سفر تر هغه وخته پورې لغوه کړي چې بایډن ټېلیفوني اړېکه ونیسي.

نور خبرونه

رادیو