رویټرز: اسراییل د اکټوبر اوومه د زیاتېدونکي جګړې تر سیوري لاندې نمانځي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۶

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې اسراییل د دوشنبې په ورځ د حماس د ویجاړونکي برید، چې په غزه کې د جګړې د پیلېدو لامل شو، لومړۍ کلیزه ونمانځله.

د اسراییل د شمېرو له مخې، د اوکټوبر په اوومه، حماس د دوی شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژلي او ۲۵۰ تنه یې غزې ته تښتولي وو.

په بیت المقدس او د اسراییلو په سویل کې مراسم او لاریونونه د سهار له شپږو بجو پیل شوي.

په بیت المقدس کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کور بهر، شاوخوا ۳۰۰ کسان راټول شوي وو او د یرغمل شویو کسانو انځورونه یې په لاسونو کې لیږدول.

یووال بارون وویل:"موږ لاهم د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه کې د ترهګرۍ ، وېره ، قهر او نا امیدۍ په یوه نه ختمیدونکې ورځ کې بند پاتې یو ".

بارون وویل، چې خسر یې کیت سیګل په غزه کې یرغمل دی.
بارون همداراز وویل: "موږ غوښتل چې دا ورځ په ګډه پیل کړو؛ ترڅو خپل ځان، زموږ لومړي وزیر، او د اسراییل خلکو ته یادونه وکړو، چې دا د غم ورځ ده، بیا هم د یرغمل شویو بیرته راوستلو لپاره مقدس ماموریت شتون لري."

د اسراییل امنیتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ په ټول هیواد کې د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د چمتوالي په حال کې وو.

د اسراییل د پوځ او پولیسو ځواکونه وايي، چې دا ورځ د اسراییل او فلسطین په جګړه کې د ترټولو خونړیو پېښو پیل و.

د راپورونو له مخې، ځینو فلسطینیانو چې اسراییل ته ننوتلو اجازه یې درلوده، په ګرځنده ټلیفونونو کې خبرتیاوې ترلاسه کړې چې دوی به د دوشنبې په ورځ اسراییلو ته د ننوتلو اجازه نه لري.

په غزه کې د اسراییل پوځ ویلي، چې د دوی الوتکو د حماس له خوا پلان شوی راکټي برید شنډ کړی دی.

د فلسطینی روغتیایی چارواکو په وینا، اسراییل په تېر یو کال کې شاوخوا ۴۲,۰۰۰ فلسطینیان وژلي او د ۲.۳ ملیون کسانو څخه ډېر کسان بې ځایه شوي دي.
د اسراییل لپاره، د فلسطیني اسلامپالې ډلې له خوا ناڅاپي برید د یو داسې هېواد لپاره ترټولو لویه امنیتي ناکامي وه، چې حکومت او خلک یې په پیاوړي، پرمختللي پوځ باندې ویاړي.
دا برید چې د اسراییل لپاره ترټولو وژونکې ورځ وه، د دې لامل شو، چې د ډیری وګړو د خوندیتوب احساس مات شي او په خپلو مشرانو یې باور کم شي.

نور خبرونه

رادیو