ټي‌ټي‌پي: هر هغه کس ته سزا ورکوو، چې په ناقانونه او «غیر شرعي» توګه د دوښمن د وژلو هڅه کوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۸

د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د خپلې ډلې له غړو غوښتي، چې د دوښمن اسیر شویو وګړو سره دې د «شریعت» په چوکاټ کې سلوک وکړي.

ټي‌ټي‌پي وایي، هر هغه کس ته به سزا ورکړي چې په ناقانونه او «غیر شرعي» توګه د دوښمن د وژلو هڅه کوي.
د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د خپلې ډلې له غړو غوښتي، چې د دوښمن اسیر شویو وګړو سره دې د «شریعت» په چوکاټ کې سلوک وکړي.
دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنېشنل ته هم رسېدلې لیکل شوي، چې د «جهادي» دوښمن سره دې هغه شان کړنه وشي، هغسې چې د دوی د ډلې د فتواو او «شرعي» احکامو سره سمون ولري.
په خبرپاڼه کې د دغې ډلې وسله‌والو ته سپارښتنه شوې، چې هیڅوک د دغې ډلې د قضایي څانګو له حکمونو پرته د دوښمن د وژلو حق نه لري او د دې حق هم چا ته نه ورکوي، چې د نیول شوي دوښمن د وژلو پر مهال د هغه انساني کرامت او حرمت تر پښو لاندې شي.
په خبرپاڼه کې په ربړولو سره د دوښمن د وژلو هغو بڼو ته هم اشاره شوې، چې دوی یې ناروا بولي، لکه د نیول شوي دوښمن د بدن د غړو پرېکول، په لوږه او تنده د هغوی ساتل، په اور کې سوځول، د سرونو پرېکول او ځینې نورې بڼې هم یادې شوې چې پرې سخت بندیز لګول شوی دی.
دغه خبرپاڼه له هغې وروسته خپره شوې، چې د دغې ډلې له‌خوا د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې له خلکو سرونه پرې شوي وو، چې وروستۍ بېلګه یې په تیرا کې د هغو دوو پوځیانو د سرونو پرې کول و چې د تیرا په دره کې د ټي‌ټي‌پي له‌خوا تر نیول کېدو وروسته د هغوی سرونه پرې شوي وو او په خواله رسنیو کې یې ویډیو ګانې لاس په لاس شوې وې.
له هغې مخکې په شمالي وزیرستان پلاسین سیمه کې د حافظ ګل بهادر ډلې له دوو تنو څخه د جاسوسۍ په تور سرونه پرې کړي وو.
دغه شان وژنې د ټولو نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو بربڼډه سرغړونه ده، چې د دغو بنسټونو نېوکې یې له ځانه سره لرلې دي.

ښایي ټي‌ټي‌پي هم د دغو نېوکو په غبرګون کې دغه نوې پرېکړه کړې وي.

نور خبرونه

رادیو