د بُن له تاریخي کنفرانس څخه ۲۳ کاله وروسته، د المان دغه ښار د چهارشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د خبرو اترو کوربه و.
باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاسي څېرو حضور درلود.
په ۲۰۰۱ کال کې د بُن د پټرسبورګ هوټل په تاریخي تالار کې د نوي حکومت د جوړولو بنسټ کېښودل شو، چې پکې بېړنۍ لویه جرګه، د ولسمشرۍ ټاکنې، د اساسي قانون جوړول، د پارلمان جوړېدل او په نظام کې د ښځو او قومونو جوړښت شامل وو.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا ناسته «د بُن له کنفرانس څخه ۲۳ کاله وروسته افغانستان» تر نامه لاندې «د نورد راین وستفالیا د نړۍوالو چارو اکاډمي» له خوا په المان کې جوړه شوه.
د سرچینې په خبره، پر حامد کرزي سربېره په دې ناسته کې زلمي رسول، رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانیو وزیرانو، په المان کې د افغانستان پخواني سفیر حمید صدیق او په المان کې د افغانستان مخکیني جنرال قونسل لطف الله سادات هم حضور درلود.
د ویلو ده، چې د بُن ښاروال او په دې هېواد کې یو شمېر نورو مېشتو افغانانو هم په دې ناسته کې ګډون درلود.
حامد کرزي په خپلو ویناوو کې د بُن په کنفرانس کې د ټولو سیاسي جریانونو د استازو نه شتون تاریخي تېروتنه وبلله او زیاته یې کړه، چې دغه کنفرانس د افغانستان د خلکو د هیلو د نه پوره کېدو لامل شو.
د کرزي اشاره د بُن په کنفرانس کې د طالبانو نه شتون وو.
ښاغلی کرزی له هغو سیاستوالو څخه دی، چې باور لري که طالبانو په یاده ناسته کې ګډون کړی وای، ښایي په افغانستان کې له شل کلنې جګړې د مخنیوي لامل شوی وای.
کرزي د افغانستان او المان د ښو تاریخي اړیکو پر دوام ټينګار وکړ او ویې ویل، چې المان کولی شي یو ځل بیا د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو کوبتوب وکړي.
پخواني ولسمشر وویل، چې د واکمنۍ پر مهال یې طالبانو ته د وروڼو خطاب کولو او اوس د یادې ډلې مخالفان هم خپل وروڼه ګڼي.
حامد کرزي د طالبانو له سقوط وروسته او د دې ډلې د مشرانو په غوښتنه له امریکا سره لابي وکړه، څو په افغانستان کې د دوی امنیت تضمین کړي او دوی به د نوي حکومت ملاتړ وکړي، خو د امریکا پخواني حکومت دا غوښتنه ونه منله.