د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پرون د پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د پښتنو د جرګې د ملاتړ په تور شاوخوا ۶۲ کسان نیول شوي.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې په جلا، جلا لیکنو سره د نیول شویو کسانو په اړه مالومات له خلکو سره شریک کړي دي.
هغه دارنګه کاږلي، چې په ټوله صوبه کې د پښتنو د جرګې پر ضد د خېبرپښتونخوا پولیسو «وحشیانه» تاوتریخوالی، ربړونه او د خلکو په کورونو چاپې لا هم روانې دي.
هغه لیکلي، چې یوازې په بنو کې د نيول شویو پښتنو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، په سوېلي وزیرستان کې په کورنو د چاپو پرمهال شل کسان نيول شوي او په سوات کې بیا ۴ مشران نیول شوي دي.
د منظور پښتین لهخوا پر اېکس پاڼه په یوې بلې لیکنه کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د ملاکنډ پوهنتون ۱۶ زدهکړیالان د پښتنو د جرګې د ملاتړ په تور نیولي دي.
د هغه په وینا، پوليسو د دغو زدهکړیالانو پر وړاندې د تشدد او غدارۍ قضیه هم ثبت کړې ده.
له بلې خوا منظور پښتین د پښتنو خبریالانو له پوښښه او د ځینو ګوندونو د مشرانو له ملاتړه مننه کړې ده.
په خیبر کې د پښتنو دغه لویه جرګه د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۱مه نېټه پلېږی؛ خو د دغې جرګې له پیلېدا څو ورځې وړاندې د پاکستان پولیسو د جرګې د سمبالوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست او د هغوی خېمې یې ورانې کړې.