جیونیوز د خپلو امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې حکومت اسلام اباد ته پوځ غوښتی او په ښار کې یې د شورشیانو د وژنې حکم ورکړی دی.
دا حکم په داسې حال کې کیږي، چې د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړي اسلام اباد ته د لاریون په موخه رسېدلي دي.
بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یو مکتوب کې ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مظاهرو پر مهال د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره په اسلام اباد کې پوځ ځای پر ځای شوی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې پوځ ته بلنه ورکړل شوې ده او په ښکاره ورته ویل شوي چې د قانون ماتونکو پر وړاندې به په کلک ډول عمل کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې پوځ ته په هر سیمه کې د امنیت او نظم د ساتلو لپاره د ګرځبندیز لګولو واک هم ورکړل شوی دی.
جیونیوز ته امنیتي سرچینو ویلي چې د ګډوډۍ خپرولو هڅه کوونکو پر وړاندې امنیتي ځواکونو ته د ډزو کولو ښکاره امر شوی دی.
په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د مظاهرو پر مهال د سري نګر لویې لارې په اوږدو کې لاریونوالو د رینجر ځواکونو پر غړو موټر خیژولی، چې په پایله کې د رینجر ځواکونو څلور غړي وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، تر اوسه د قانون د نافذوونکو ادارو پر وړاندې د خشنو لاریونوالو په بریدونو کې ۴ رینجر غړي او ۲ پولیس وژل شوي دي او تر دې دمه له ۱۰۰ څخه زیات پولیس ټپیان شوي چې ګڼ شمېر یې په سخت ټپي حالت کې دي.
وروسته له هغې چې د پاکستان له زندان څخه د عمران خان مېرمن بشرا بي بی ازاده شوه، نوموړې د نومبر په ۲۴مه په اسلام اباد کې د عمران خان د خلاصون په موخه د پراخو لاریونونو اعلان وکړ.
بشرا بي بي په خپلې وینا کې ویلي، چې تر هغې به لاریون ته دوام ورکوي تر څو چې د پاکستان حکومت عمران خان نه وي خوشې کړی.
عمران خان وروسته له هغې ونیول شو، چې د پاکستان د مسلم لیګ ن په مشرۍ یو شمېر ګوندونو د هغه حکومت چپه کړ او پر هغه لسګونه تورونه ولګېدل.