رویټرز: د حزب الله د مشر ځای ناستی صفي الدین په بیروت کې د اسراییل له برید وروسته ورک شوی

AP ۱۴۰۳ تله ۱۴

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې په بیروت کې د اسراییل له هوايي بریدونو وروسته د حزب الله د مشرۍ لپاره نوماند صفي الدین هاشم ورک شوی دی.

تر دې مخکې اسراييل چارواکو ويلي وو، چې د دغه هېواد پوځ د حزب الله د چارواکو پر هغه غونډه بريد کړی، چې صفي الدين هم په کې حضور درلود.

د لبنان درې امنیتي سرچینو د شنبې په ورځ رویټرز خبر ي اژانس ته وویل، چې د بیروت په سویلي څنډه کې د اسراییل له هوایي بریدونو وروسته، مرستندویه ډلې هغه سیمې ته لاسرسی نه لري، چیرې چې د حزب الله د مشری له پاره نوماند صفي الدین هاشم حضور درلود.

یوې سرچینې وویل، چې صفي الدین د جمعې له ورځې راهیسې بې درکه دی.

د اسراييل رسنۍ وايي، چې په دې بريد کې صفي الدين ټپي شوى دى؛ خو رسمي سرچینې د هغه ټپي کېدل نه تاییدوي.

د اسراییل پوځ هم د جمعې په سهار وویل، چې په بیروت کې یې د حزب الله د استخباراتو مرکز په نښه کړی دی.

پوځ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې په دغه مرکز کې څوک وو.

نور خبرونه

رادیو