جرمني په پولنډ کې پټریاټ هوايي دفاع سیسټم بېرته ځای پر ځای کوي

۴ ساعتونه مخکې

جرمني پلان لري چې په پولنډ کې خپل پټریاټ هوايي دفاع سیستم په لنډمهالې توګه ځای پر ځای کړي.

د دې ماموریت د پيل لپاره به د جرمني پوځ «بوندس‌ویر»په نږدې راتلونکو ورځو کې لومړنی تیاری او څیړنې ترسره کړي او اصلي عملیات به په جنوري میاشت کې پیل شي.

دغه ماموریت به د پولنډ په جنوب ختیز کې د رزیژوف ښار په شاوخوا کې ترسره شي.

دا سیمه د یوه هوایي ډګر کوربه ده چې د امریکایي پټریاټیونټونوله خواساتل کېږي او امریکایي ځواکونه هم پکې مېشت دي. سربېره پر دې، دغه سیمه د وسلو او پوځي تجهیزاتو د لېږد لپاره یوه مهمه نقطه ګڼل کېږي.

د جرمني د خبري اژانس د رپوټ له مخې، د پولنډ د شوروي پېر پټلۍ، چې د ۶۵م نمبر ګاډي کرښې په نوم یادېږي، د زاموش ښار له لارې د اوکراین پولې ته رسېږي او د وسلو لېږد ته اسانتیا برابروي.

دا دویمځل دی چې جرمني خپل پټریاټ سیستمونه په پولنډ کې ځای پر ځای کوي.

پولنډ، چې د اروپايي ټولنې او ناټو غړی دی، د اوکراین لپاره یو مهم سیاسي او نظامي متحد دی. دغه هېواد د لوېدیزو پوځي مرستو لپاره د لوژستیک مرکز په توګه مهم رول لري.

نور خبرونه

رادیو