ذاکر جلالي: د مسکو فارمټ ناسته به د افغانستان او سيمې تر منځ د همکاريو پر تګلارې بدله شي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي وایي، چې د مسکو فارمټ ناسته د افغانستان او سيمې ترمنځ د سياسي درک او همکاريو د پراختيا پر يوې ګټورې تګلارې بدلېدونکې ده.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي:« د مسکو فارمټ ناسته چې پخوا د افغانستان د مسلې د هواري په موخه سيمه‌ييز نوښت ګڼل کېده، د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان او سيمې ترمنځ د سياسي درک او همکاريو د پراختيا پر يوې ګټورې تګلارې بدلېږي.»
‏هغه لیکلي، چې د طالبانو ډلې له پيله د مسکو فارمټ ناستو کې په پراخه کچه ګډون کړی.
‏هغه زیاته کړې:« په پام کې ده، چې د ناستې په څنډه کې امیرخان متقي د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخيزو مسلو هم خبرې اترې وکړي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دغې ناسته کې د ګډون لپاره د سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ مسکو ته تللی دی.
نن جمعه (د تلې ۱۳مه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته جوړېږي.
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي و، چې په دغې ناسته کې به په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د نشه‌یي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو خبرې اترې وشي.

نور خبرونه

رادیو