د مېرمنو د نوي راتلونکي په نامه یو غورځنګ د جنسیتي اپارتاید په اړ د ملګرو ملتونو له راتلونکې ناستې هرکلی کړی او وایي، چې دغه موضوع افغان مېرمنو ته ډېره اړینه ده.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د حقوقي کمیټې لهخوا په اکټوبر میاشت کې د جنسیتي توپیر په اړه د ناستې جوړولو تر ظلم او جبر لاندې افغان ښځو او نجونو ته نوې هیله وربخښلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنایتونو له کبله باید په نړۍواله محکمه کې محاکمه شي.
دوی له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې نه یوازې دغه جنایت ته پام وکړي؛ بلکې پر طالبانو له ډیپلوماټیکو او نړۍوالو فشارونو په راوستو هغوی دې ته اړ باسي، چې د ښځو پر وړاندې خپل ځپونکي سیاستونه ودروي.
دغه غورځنګ دا رنګه له افغان مېرمنو او نجونو د نړۍوال ملاتړیزې تګلارې د جوړولو غوښتونکی دی، چې دغه تګلاره کې باید له افغان مېرمنو حقوقي، ټولنیز او اقتصادي ملاتړ شامل وي؛ چې هغوی یې پر مټ وکولای شي له خپلو بنسټیزو او انساني حقونو ګټه واخلي.
دغه غورځنګ د ملګرو ملتونو له دغه نوښته هرکلی کړی او په ټینګار سره یې ویلي یې دي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې په رسمي توګه جنسیتي اپارتاید د یوه بشري ضد جنایت په ټوګه په رسمیت وپېژندل شي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید د پیوستون او کوټلو ګامونو په اخېستو سره د دغه ظلم پر وړاندې ودرېږي او د افغان ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ وکړي.