د طالبانو د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دوی د وسلهوال پوځ لوی درستيز لومړي مرستیال مالي خان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو لیدنه کړې.
دغه وزارت په اېکس پاڼه کاږلي، چې نوموړي د ننګرهار ولايت مهمندرې ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له جوړېدونکو پوستو لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، نوموړي له جوړېدونکو پوستو څخه د ليدنې پرمهال د پوستو جوړولو د قراردادي شرکت مسوولينو، انجينرانو او کارکوونکو ته په اړوندو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې مالي خان د دغه سفر په ترڅ کې هلته له مېشتو مسوولينو او خپلو ځواکونو سره هم له نږدې لیدلي کتلي او دا رنګه یې ورسره د هر اړخيزو همکاريو ژمنه هم کړې ده.
دغه لیدنه ټیک یوه اونۍ وړاندې وروسته له هغه کېږي، چې د ننګرهار د ګوشتې او د خاص کونړ ولسوالیو ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو تر منځ د یوې پوستې د جوړېدو پر سر نښته شوې ده.
دوی ویلي و، چې له دې جګړې وروسته د دواړو ولسوالیو پر سرحدي کلیو د پاکستان له لوري توغندیز برید هم شوی و.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې په وار – وار سره د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نویو پوستو د جوړولو پر سر وي او کله یې بیا لامل هم نه وي معلوم.