په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعینو نړیوال فدراسیون د طالبانو له خوا د جاوید کوهستاني د نیول کېدو په غبرګون ویلي، چې د نوموړي روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی او طالبان یې باید له قید او شرط پرته خوشی کړي.
دغه فډراسیون وایي، چې کوهستاني له جرم پرته نیول شوی دی.
یاد فدراسیون د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې له ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا، د بښنې له نړیوال سازمان،، د بشري حقونو د څار له بنسټ، یوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ څخه غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي چې د جاوید کوهستاني د نیول کېدو علت خلکو ته روښانه کړي.
په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعینو نړیوال فډراسیون همداراز په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښاغلي کوهستاني روغتیایي وضعیت ته په کتو سره باید دا روښانه شي، چې نوموړی درملو او سمو خوړو ته لاسرسی لري او که نه.
بلخوا دغه فډراسیون وایي، چې جاوید کوهستاني ته باید له خپلې کورنۍ سره د لیدو زمینه هم برابره شي.
یاد فدراسیون پر خلکو او مدني ټولنې غږ کړی، چې ښاغلی کوهستاني له کلونو راهیسې د خلکو غږ پورته کړی او اوس باید دوی د نوموړي لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې جاوید کوهستاني د روان کال د سپټمبر په ۲۶مه نېټه کور ته د تلو پرمهال د طالبانو له خوا د خیرخانې په سیمه کې ونیول شو او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو مدافع کمېټې بیا څو ورځې وړاندې د سرچینو په حواله لیکلي دي، چې ښاغلی کوهستاني د طالبانو د استخباراتو په یوه مرکز کې شکنجه شوی دی.
جاوید کوهستاني کابل ته د طالبانو تر راتګ مخکې په تلویزیوني مناظرو کې د سیاسي او پوځي مسایلو په اړه بحثونه کول، هغه یو له هغو څو سیاسي فعالانو څخه دی چې د زمري له ۱۴۰۰ څخه وروسته هم افغانستان کې پاتې دی.
طالبانو تر اوسه د ښاغلي کوهستاني د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.