په خیبر کې د پښتون قومي جرګې تنظیموونکي د پېښور پولیسو له لوري د تېرې ورځې د برید په غبرګون کې وایي، د پاکستان حکومت فشارونو ته نه تسلمیږي او د سر په بدله به دا ستره جرګه ترسره کوي.
د تېرو څو ورځو راهیسې په پر له پسې ډول د خیبر پښتونخوا پولیس په خیبر کې د پښتون قومي جرګې پر تنظیموونکو بریدونه کوي.
د دغه ایالت پولیسو تېره ورځ د جرګې لپاره تنظیم شوې ډېرې خېمې او وسایل وسوځول او د پولیسو په ډزو او اوښکو بهوونکو ګازو په کارولو سره د ماشومانو په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي او پلویان ټپیان شول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ اړوند ټولنیزو رسنیو له لوري په ژوندۍ بڼه د پښتنو د قومي جرګې له سیمې څخه معلومات خپرېږي.
په خپریدونکو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د پښتنو قومي جرګې سیمې خیبر ته د پښتنو قافلې را روانې دي او د جرګې لپاره چمتوالی نېول کېږي.
د پي ټي اېم غړی زکیم خان د پښتنو د قومي جرګې پر تنظیموونکو د پېښور د پولیسو د برید په غبرګون کې وايي، چې په دغه جرګه کې یوازې د عامو پښتنو غږونه نه؛ بلکې د هغو پښتنو د حقونو غږ هم پورته کېږي، چې هغوی په دولتي ادارو کې کار کوي.
نوموړی وایي:« موږ تل د پښتنو پولیسو د حقونو لپاره هم غږ پورته کړی او د دوی د حقونو دفاع مو کړې؛ خو نن ورځ همدا پولیس راځي او خپلو پښتنو وړونو ته د خپلو بادارنو د خوشحالولو لپاره مزاحمت کوي.»
د خیبر په سیمه کې د پښتنو د قومي جرګې د تنظیموونکو یو بل غړی فداخان وايي، د پېښور پولیسو د تېرې ورځې په برید کې د جرګې ډېر وسایل سوځولي او یو شمېر وسایل د پېښور پولیسو له ځانه سره وړي دي.
د جرګې په سیمه کې راغونډ شوي خلک وايي، د پولیسو او حکومت د فشارونو سربېره د پاکستان له بېلابېلو لرو پرتو سیمو څخه د پښتنو قافلې د جرګې سیمې ته راروانې دي او په هر ډول حالاتو کې به دا جرګه ترسره کېږي.
داسې ښکاري، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتون قومي جرګې د ترسره کولو لپاره کلکه اراده لري او د حکومت فشارونو ته نه تسلیميږي.
تېره شپه پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوه ویډیويي پیغام کې د پښتونخوا پر پولیسو نیوکه وکړه او ویې ویل: "د خپل پنجابي بادار په خوښه مو په خپلو پښتنو برید وکړ".
نوموړي په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې په تنظیم کوونکو برید وغانده او پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ، چې د جرګې ځای ته ځانونه ورسوي.
تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د دغه غورځنګ د یو مخکښ غړي ګېلهمن وزیر د جنازې پر مهال ویلي و، چې هغه به د اکټوبر په یوولسمه نېټه د ټولو پښتنو قومونو مشران دغې سترې جرګې ته رابولي او قومي پرېکړې به کوي.