دوبۍ کې د افغانستان د همغږۍ ډله کابل سره نړۍوالې مرستې ارزوي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۲

د افغانستان د همغږۍډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د نړۍوالو مرستو څرنګتیا وڅېړله.

دې ډلې د عرب متحده اماراتو په دوبۍ کې له افغانستان سره د مرستو پر څرنګوالي خبرې کړې او له افغانانو سره یې د بشري مرستو د دوام په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سیاست مسووله وايي، چې په دې ناسته کې د مرستو د څارنې میکانیزمونه ارزول شوي او د مرستو په برابرولو کې د روڼتیا پر اړتیا ټینګار شوی.

د ناستې برخه والو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د نوي قانون پر بنسټ د لګول شویو بندیزونو له امله د پېښو ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

دغه قانون په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه د ښځو په تړاو سخت بندیزونه وضع کړي دي.

ددې قانون له مخې ښځې نه شي کولای چې له شرعي محرم پرته له کوره ووځي او غږ یې په عمومي ځایونو کې عورت ګڼل شوی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، افغانستان له یوه ستر انساني ناورین سره مخ دی او لږ ترلږه ۲۳ میلیونه وګړي دمګړۍ بشري مرستو ته اړ دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سیاست نوې مسوولې او مخکینۍ شارژدافیرې، چې د مرستندویانو د همغږي په ناسته کې یې ګډون کړی، خبریالانو ته وویل، چې واشنګټن د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته له افغانستان سره دوه عشاریه درې میلیارده ډالره بشري مرستې کړې دي.

ډکر دغه راز وویل، چې ډېر زر به ملګري ملتونه د «دوحه۳» د نشه يي توکو او اقتصاد کاري ډلو د کار پایلې وڅیړي او د دوحې بله ستره ناسته به هم ترسره شي.

په داسې حال کې چې نړیوال مرستندویان د مرستو پر همغږۍ او د څرنګتیا پر بدلون خبرې کوي، یو شمېر هېوادونه اندېښنه ښيي، چې شونې ده طالبان له بشري مرستو ناوړه ګټه واخلي.

نور خبرونه

رادیو