د ښځو کرېکټ نړیوال جام؛ بنګله دېش د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه

AP ۱۴۰۳ تله ۱۲

د ۲۰۲۴ کال د ښځو کرېکټ نړیوال جام د بنګله دېش او سکاټلنډ په لوبه پیل شو.
د لوبې پچه د بنګله دېش ملي لوبډلې وګټله او د سکاټلینډ لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د نن لوبې لپاره د نګار سلطانه په لوبډلمشرۍ د بنګله دېش په یوولس کسیز نوملړ کې مرشد خاتون، شانتي رامي، سبحانه، تاج نېهار، شورنا اکټېر، رېتو مونې، فهیمه خاتون، رابیعه خان، ناهیده اکټېر او معروفه اکټېر اخیتسل شوې دي.
همدارنګه سکاټلنډ د بنګله دېش په وړاندې د کاټرېن برایثې په لوبډلمشرۍ، د ننۍ لوبې لپاره سسکاحورلې، سارا برایثې، اېلثالېستر، پریانازچاتیراج، ډارثې کارټر، لورناجک، کټرېن فراستېر، رېچل سلاټر، ابهانا مقصود او اولېوا بېل په یولس کسیزه لوبډله کې غوره کړې دي.
د ښځو کرېکت شل اوریز نړیوال جام کې لس لوبډلې په دوو ګروپونو کې یو د بل په وړاندې لوبېږي.
د نن ورځې دویمه لوبه د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ترمنخ ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو