په شمالي وزیرستان کې د پیل شوي پرلت له امله نن په دویمه ورځ هم ټولې لارې تړلې پاتې دي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۲

سیمه‌ییزو خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دغه پرلت چې د تېرې اونۍ د میرعلي پر بازار د برید په غبرګون کې پیل شوی، له امله یې ټولې لارې بندې شوې او ځایي خلکو ته یې ستونزې پېښې کړې دي.

دا رنګه د دغه پرلت له امله د میرعلي په ولسوالۍ کې ټول ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، د پولیو واکسین کمپاین، د پاسپورټ او نادرا دفترونه او بازارونه تړل شوي دي.
دغو خبریالانو وویل، چې دا مهال یوازې د هنګو له لارې خلک تګ راتګ کوي هغه هم د ډېرو ستونزو په ګاللو سره او د درانه ټرافیک له امله منزل مقصود ته په سختۍ سره رسېږي.
د روانې تلې میاشتې په درېیمه د پاکستاني پوځ او ټي‌ټي‌پي تر منځ په جګړه کې د پوځ له لوري په میرعلي بازار د هاوان مرمیو د لګېدو په پېښه د مال، میوو او سبو منډه‌يي اور واخیست او د میوو تر څنګ په کې لسګونه ژوندي څاروي هم وسوځېدل.
هغې پېښې په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي وو.
بله غاړه خبریالان وایي، پرلت‌والو ګوت څنډنه کړې چې د دوی روان پرلت به تر هغې پورې روان وي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.
دغو خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل که پرلت غځېږي؛ نو په سیمه کې به د خلکو ستونزې لا پسې ډېرې شي او ورسره به د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو بیې هم تر اسمانه ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو