د کانګو په کیو جهيل کې د کښتۍ له ټکر وروسته شاوخوا ۲۳ جسدونه وموندل شول

AP ۱۴۰۳ تله ۱۲

د کانګو په ډېموکراټیک جمهوریت کې د سویلي افریقا د پرمختیایي ټولنې د ماموریت مشر ډګروال مولاټیلو موټاو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د کیو په جهيل کې د کښتۍ له ټکر وروسته شاوخوا ۲۳ جسدونه موندل شوي او ۴۰ کسان ژغورل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس له خوا لیدل شوې ویډیوګانو کې ښکاري چې دوه کښتۍ په ارامو اوبو کې له ډوبیدو د مخه سره جنګیدلي دي.

د کډوالۍ یو سیمه ایز چارواکي وویل، چې شاوخوا ۴۵ نارینه او ۳۵ ښځینه په دغه کښتو کې سپاره وو او دا چې کیدای شي دغه ارقام تغیر وکړي. د مړه شوو کسانو د عمرونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

نور خبرونه

رادیو