د بښنې نړۍوال سازمان: د کوهستاني او ارین نیونه د بیان د ازادۍ د ځپلو په معنا ده

AP ۱۴۰۳ تله ۱۲

په سویلي اسیا کې د بښنې نړۍوال سازمان دفتر د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني او د خوشحال راډیو د خبریال حکمت ارین د نیول کېدو په غبرګون ویلي، چې د طالبانو له خوا دغه نیونه د بیان د ازادۍ د ځپلو په معنا ده.

یاد سازمان په خپل اېکس کې د یادو کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په سویلي اسیا کې د بښنې نړۍوال سازمان دفتر د پنجشنبې په ورځ همداراز له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې له خپلسرو نیونو، شکنجو او له خلکو سره له ناوړه چلند څخه لاس واخلي.
د دې سازمان په خبره، د طالبانو دغه نیونې په بشپړه توګه د بشري حقونو د تر پښو لاندې کول دي.
طالبانو د کارپوهانو، خبریالانو او د مدني ټولنې د غړو د نیونو پر دوام په دې وروستیو کې په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني او په غزني ولایت کې د خوشحال راډيو مدیر مسوول حکمت ارین نیولي دي.
که څه هم د یادو کسانو نیول له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو طالبانو تر اوسه د دوی د جرم او نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو لسګونه خبریالان او د مدني ټولنې غړي نیولي او د رسنیو پر ازادو فعالیتونو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.
په وروستیو کې دغې ډلې په کورنیو رسنیو کې د سیاسي خپرونو پر ژوندیو خپرونو بندیز لګولی او هغه وخت دا خپرونې خپرېدلی شي، چې له ثبت وروسته یې منځپانګه د دغې ډلې له خوا تایید شي.
همدا راز طالبانو د خپلو ملاتړو کارپوهانو نوملړ هم رسنیو ته وړاندې کړی، څو له دوی پرته بل څوک په خپلو پروګرامونو کې د کارپوهانو په توګه ونه غواړي.
د طالبانو دغه اقدام بیا د بشري حقونو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له خوا په ښکاره توګه د بیان د ازادۍ نقض بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو