د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، د « اسیایي ناټو» له نسخې سره چې د جاپان نوي لومړي وزیر وړاندیز کړې، موافق نه دی.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، سوباهمانیام جې شنکر د واشنګټن په کارنیګي بنسټ کې د خبرو پرمهال وویل، چې هند دغسې ستراتیژیک څه په ذهن کې نه لري.
د جي شنکر په باور، هند او جاپان له امریکا او اسټرالیا سره په ګډه د هغې ډلې غړي دي، چې له چین سره د انډول ساتلو لپاره جوړه شوې ده.
جی شنکر وايي، نوی ډیلی له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې په موخه له خپلو ملګرو هېوادونو سره د لا ژورو او نږدې اړیکو په لټه کې دی.
د نوموړي خبرې د جاپان د نوي لومړي وزیر شیګرو ایشیبا پرونیو څرګندونو ته وې چې د اسیايي ناټو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
هغه دا هم وویل، چې غواړي جاپاني سرتېري د امریکا خاوره کې ځای پر ځیا شي او د چین، روسیې او شمالي کوریا په څېر د خپلو اټومي ګاونډیانو د مخنیوي لپاره توکیو د واشنګټن پر اټومي وسلو شریک کنټرول ولري.
نوموړی وايي، دا ګام به چین په اسیا کې د وسلې له کارولو منع کړي، خو امریکا یې دا نظر رد کړی دی.
له دې سره ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د جاپان، اسټرالیا او نیوزیلنډ هېوادونو استازي د لومړي ځل لپاره په بلجیم کې د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.
په ورته وخت کې د ناټو نوي سرمنشي مارک روته ویلي، چې دغه سازمان له اسیايي هېوادونو سره د همکاریو د ډېرولو په هڅه کې دی.